د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي چې د اګست په ۹مه په هرات کې نیولي وو، له یوې اوونۍ ډېرې مودې وروسته خوشې کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، نیول شوي کارکوونکي د پنجشنبې سهار خوشې شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه ښکاري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، لا هم د دغو دوو کسانو د نیول کېدو شرایط او پرې لګېدلي تورونه روښانه نه دي او دوی هڅه کوي نور معلومات ترلاسه کړي.
ملګرو ملتونږ همداراز ویلي چې لا هم له طالبانو سره موضوع تعقیبوي، څو د دوی د کارکوونکو خوندیتوب، امنیت او د تګ راتګ آزادي تضمین شي.

