پنجشنبه, اگست 20, 2026
Homeافغانستانحکمت‌الله زین پاکستانی سیال مات کړ او بل پړاو ته یې لار...

حکمت‌الله زین پاکستانی سیال مات کړ او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي حکمت‌الله زین د تکواندو نړیوال فدراسیون د ولسمشر جام سیالیو په لړ کې د ۶۸ کیلوګرامو په وزن کې خپل پاکستانی سیال مات کړ او بل پړاو ته یې لار وموندله.

په دغو سیالیو کې له شاوخوا ۴۰ هېوادونو څه باندې ۶۰۰ ورزشکاران ګډون لري.

زین له دې وړاندې هم په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره مډالونه ګټلي دي.

د یادونې وړ ده چې نن دوه نور افغان لوبغاړي امید سهاک او احسان الله رحیمي هم د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here