چهارشنبه, اگست 19, 2026
Homeافغانستاند خپلواکۍ تر څنګ د زمري ۲۴مه؛ حقاني د طالبانو د «بریا»...

د خپلواکۍ تر څنګ د زمري ۲۴مه؛ حقاني د طالبانو د «بریا» د عمومي منلو تمه لري

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، افغانان د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه مني، خو نوموړي په خپلو څرګندونو کې د زمري ۲۴مه چې طالبان په کې په ۱۴۰۰ کال واک ته ورسېدل او د «بریا» ورځ یې بولي، د راتلونکي لپاره د نمانځلو هیله څرګنده کړې ده.

حقاني نن چهارشنبه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت وویل، ځینې افغانان د شوروي ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو بریا هم لاسته راوړنه ګڼي، خو په وینا یې، «هیڅوک د زمري ۲۴مه د خپلواکۍ ورځ نه ګڼي.»

هغه په عین حال کې هیله وښوده چې په راتلونکي کې به ټول افغانان د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴مه هم ونمانځي.

حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د زمري ۲۸مه له ۱۲۹۸ل کال راهیسې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره تړلې ده؛ هغه مهال چې شاه امان‌الله خان له برېټانیا د افغانستان د بهرني سیاست خپلواکي ترلاسه کړه.

د حقاني د څرګندونو له انداز داسې ښکاري ګواکې طالبان لا هم باور نه لري چې د دوی د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴مې واک ته رسېدل دې د ټول افغان ولس لپاره د منلو وړ ملي مناسبت ګرځېدلی وي؛ ځکه نوموړي یې د «راتلونکي» لپاره د عمومي نمانځنې هیله څرګنده کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here