د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي افغان الاصله- امریکایي زلمي خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ویلې ده.
خلیلزاد په خپل پیغام کې په کابل کې د خپلې ځوانۍ د وخت د خپلواکۍ د ورځې جشنونه یاد کړي او ویلي یې دي چې هغه مهال یې له کنسرتونو، د ښار له رڼاګانو، د سړکغاړو له ځانګړو خوړو او اورلوبو خوند اخیست.
هغه ویلي، د خپلواکۍ د ورځې جشنونه به یې له دوستانو او کورنۍ سره یوځای نمانځل او هغه ورځې یې د «ډېرو ښو او خوندورو شېبو» په توګه یادې کړې دي.
خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ټولو افغانانو ته د نېکمرغۍ او بریا هیله کړې ده.

