چهارشنبه, اگست 19, 2026
Homeافغانستاند کرزي له پیغام د صالح هرکلی؛ طالبان یې «کورني پردي» وبلل

د کرزي له پیغام د صالح هرکلی؛ طالبان یې «کورني پردي» وبلل

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت د حامد کرزي د پیغام ستاینه کړې او د هغه وروستی دریځ یې «مانادار او له رمزونو ډک» بللی دی.

صالح ویلي، کرزي په خپل پیغام کې د افغانستان د هغو ارزښتونو یادونه کړې چې د ده په وینا، نن «ورک» دي؛ لکه د قومونو ترمنځ د ګډ مالکیت احساس، ملي یووالی او همبستګي او د دین په نوم د ناپوهۍ او تعصب پر بنسټ د سیاستونو له تپلو ډډه کول.

صالح د کرزي چوپتیا د اګست د ۱۵مې او د طالبانو د هغې ادعا شوې «بریا» په اړه هم د پام وړ بللې او ویلي یې دي چې دا چوپتیا په سمبولیک او روښانه ډول د نوموړي د نه تأیید څرګندونه کوي.

هغه په خپل پیغام کې له طالبانو د آزادۍ اخیستل هم له پردي واک د هېواد د خپلواکۍ په کچه مهمه بللې او ویلي یې دي چې د ده په تعبیر، «د کورني پردي» له یوغ خلاصون د بهرني ځواک د خپلواکۍ اخیستو په اندازه د افغانانو لپاره مهم دی.

صالح طالبان «کورني پردي» بللي او ادعا یې کړې چې د دې ډلې واکمنۍ د افغانستان مادي او معنوي شتمنیو ته زیان رسولی او ملي یووالی یې سخت ټپي کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here