د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانانو ۱۰۷ کاله وړاندې له محدودو امکاناتو سره د انګرېزانو پر وړاندې مبارزه وکړه او خپله خپلواکي یې بېرته ترلاسه کړه.
برادر د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، افغانان باید له تنګنظرۍ ډډه وکړي، خپل یووالی وساتي او د هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.
هغه ادعا وکړه چې د افغانستان خپلواکۍ د اسلامي ارزښتونو د خوندي پاتې کېدو زمینه برابره کړې او زیاته یې کړه چې هغه کسان چې په کورنیو جګړو کې ښکېل شوي، «تل تورمخي» شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تل په څېر یو ځل بیا هم د طالبانو حکومت لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د اماني خپلواکۍ د کالیزې مراسمو کې د غازي امان الله میراث او لاسته راوړنې هېڅ یادې نه کړې.

