د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضلالرحمن وايي، افغانستان او پاکستان د تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکو له مخې باید د دوو پیاوړو او سولهییزو ګاونډیو په توګه خپل ګډ راتلونکی وټاکي.
فضلالرحمن دا څرګندونې په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت له لوري د طالبانو د حکومت د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.
هغه وویل: «زه باور لرم چې پاکستان به د افغانستان ملاتړی وي او افغانستان به د پاکستان ملاتړی وي.»
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان د سیمې له جغرافیایي موقعیت په ګټې اخیستنې کولای شي د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا، ختیځې اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د یوه ګډ پل رول ولوبوي.
فضلالرحمن همداراز د اسلامي هېوادونو د یوه ګډ بلاک د جوړېدو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې پاکستان، سعودي عربستان، ترکیه او ایران کولای شي په دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر خبرو او تفاهم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه لوري باید د ستونزو د هواري لپاره ګډه اراده ولري.
فضلالرحمن په پای کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «یوه وجود» کېدو هیله لري او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید په ګډه خپل راتلونکی وټاکي.

