سه شنبه, اگست 18, 2026
Homeافغانستانسردار احمد شکېب: د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد...

سردار احمد شکېب: د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارېږي

په پاکستان کې د افغانستان لپاره د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب وايي، افغانستان د مقابلې سیاست نه تعقیبوي او اجازه نه ورکوي چې د هېواد خاوره یې د کوم بل هېواد د امنیت او ثبات پر ضد وکارول شي.

شکیب د طالبانو د حکومت د پنځمې کالیزې په مناسبت د افغانستان سفارت کې جوړو شویو مراسمو ته ویلي، افغانستان تمه لري چې د دغه هېواد مشروع امنیتي اندېښنې هم درک او درناوی یې شي او هېڅ هېواد اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اختلافات باید د خبرو، متقابل درناوي او سیاسي تدبیر له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې شوې دي او پاکستان تور پورې کوي چې په دغه هېواد کې روانه ناامني د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here