دوشنبه, اگست 17, 2026
Homeافغانستانجمعه خان فاتح نظامي محکمې ته معرفي کیږي

جمعه خان فاتح نظامي محکمې ته معرفي کیږي

د طالبانو د حکومت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط حماسې مېډیا ته ویلي چې د دوی پخوانی ناراضه قوماندان جمعه خان فاتح نظامي محکمې ته ور پېژني.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړی به خلع صلاح شي او د راتلونکي په اړه به یې نظامي محکمه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار ته د نوموړي د لېږد اوازې خپرې شوي، خو امنیتي سرچینې په دې اړه زموږ پوښتنې ته څرګند ځواب رانه کړ.

ویل کیږي جمعه خان فاتح دا مهال په کابل کې دی او ښایي همدلته محاکمه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here