د طالبانو د حکومت د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۹ افغان کورنۍ، چې د غړو شمېر یې یو زرو او ۶۵ کسانو ته رسېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د کمېسیون د راپور له مخې، ۲۴۱ کورنۍ په خوندي ډول خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او ۲۵۲ کورنیو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.
همداراز، راستنېدونکو کورنیو ته ۱۴۵ سیمکارتونه وېشل شوي او روغتیايي خدمتونه، خوراکي توکي او د عامه پوهاوي اړوند خدمتونه هم برابر شوي دي.

