د بنګلهدېش او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټرالیا په کوربتوب لومړۍ ټېسټ لوبه بنګله دېش وګټله.
په دغه لوبه کې بنګله دېش اسټرالیا ته د نهه وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې سیاله لوبډله په خپل کوربتوب ماته کړه.
دا بریا د بنګلهدېش لپاره تاریخي او لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.
په یاده ټېسټ لوبه کې د بنګله دېش توپ اچوونکي حسن محمود په لومړۍ پاڼۍ کې شپږ او دویمه پاڼۍ کې درې لوبغاړي وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د اسټرالیا او بنګلهدېش ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د اګسټ په ۲۲مه ترسره کیږي.

