شنبه, اگست 15, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د بیاواکمنۍ پنځه کاله؛یوازې ۷ سلنه افغان ښځې په کار...

د طالبانو د بیاواکمنۍ پنځه کاله؛یوازې ۷ سلنه افغان ښځې په کار بوختې دي

د طالبانو د بیا واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) تازه معلومات ښيي چې په افغانستان کې د ښځو د کار او عامه ژوند محدودیتونو د هغوی پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت ژور اغېز کړی دی.

د یواېن‌ومېن د معلوماتو له مخې، یوازې ۷ سلنه افغان ښځې په کار بوختې دي، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو کاري ونډه ۸۴ سلنه ده.

دغه سازمان وايي، د ښځو پر کار او عامه ژوند محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمېدل او له ایران او پاکستانه د افغانانو پراخې راستنېدنې د ښځو او نجونو پر وضعیت لا زیات فشار راوړی دی.

یواېن‌ومېن خبرداری ورکړی چې که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو ډېرې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي؛ هغه مسلکي کاري ځواک چې د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو لپاره حیاتي بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په همدې تازه ارزونه کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، له عامه ژوند د ښځو او نجونو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري او محدودیتونو د هغوی د کار، زده‌کړو، تګ راتګ او ټولنیز ګډون فرصتونه کم کړي دي.

د اګست ۱۵مه په داسې حال کې د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځمه کلیزه ده چې د ښځو د کار او زده‌کړو محدودیتونه لا هم د افغانستان د وضعیت او د طالبانو د حکومت د نړیوال تعامل له مهمو موضوعاتو دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here