جمعه, اگست 14, 2026
Homeافغانستانومېن‌ز رایټ‌ز‌ فرسټ: د نجونو د زده‌کړو بندیز افغانستان کې د ماشومانو...

ومېن‌ز رایټ‌ز‌ فرسټ: د نجونو د زده‌کړو بندیز افغانستان کې د ماشومانو د ودونو خطر زیات کړی

د Women’s Rights First سازمان یوې نوې څېړنې کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د ماشومانو د ودونو پر زیاتېدو مستقیمه اغېزه لري.

د دغه سازمان د څېړنې پر بنسټ، له ۲۰۲۱ کال وروسته د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو دوامداره بندیز، اقتصادي فشار، ټولنیزه انزوا او د خوندیتوب د ملاتړ کمزوري کېدل هغه عوامل دي چې د کم عمره نجونو د ودونو پېښې یې زیاتې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، ۲۷ سلنه افغان نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي چې له دې ډلې د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ کلونو ترمنځ څېړنې هم په ډاګه کوي چې له ۲۰ تر ۲۴ کلونو شاوخوا ۴۹ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

څېړنه زیاتوي چې پر زده‌کړو بندیز نجونې له ملاتړ، ټولنیزو اړیکو او د راتلونکي لپاره له فرصتونو بې‌برخې کوي او کم عمر کې ودونه بیا له وخت مخکې د امیندوارۍ، د زېږون د روغتیايي خطرونو، کورني تاوتریخوالي او رواني ستونزو خطر ډېروي.

راپور همداراز د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له لوري د لاسلیک شوې نوې «زوجینو د تفریق اصولنامې» په اړه اندېښنه ښيي او ادعا کوي چې دغه اصولنامه د خپلوانو له لوري د ماشومانو ودونو ته زمینه برابروي.

ومېن‌ز رایټ‌ز‌ فرسټ سازمان همداراز له تمویلوونکو، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو، خوندیتوب او رواني ملاتړ لپاره پیاوړي پروګرامونه پراخ او د نجونو پر مخ د زده‌کړو د بېرته پرانیستلو لپاره پر طالبانو ډیپلوماتیک فشار زیات کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here