لیکوال: رحمت شاه فراز
دا نن چې تاسو په خپله ټولنه کې د اسلام کومه بڼه وينئ، د دې ډېرې کمې برخې يې له قرآن او سنت نه سرچينه اخیستې ده. د دې وجه دا ده، چې زموږ په ټولنه کې تاريخي اسلام حاکم دی، په خپله مذهبي اسلام د ټولنې په ډېره محدوده ساحه کې منل شوی دی. له مذهبي نه مې مراد هغه اسلام دی، چې سرچينه يې له قرآن او سنت نه اخيستل شوې وي. ځينو خلکو ته به يوازې د معروف و منکر قانون تر نظر ورځي، خو اوسمهال زموږ د ټولنې په بنيادي بستر کې ټول ټغر د تنفيذي اسلام خپور شوی دی. زموږ د ټولنې هغه منوره طبقه هم چې د دين په روح يې يا خپله ځان پوه کړی او يا يې د نورې نړۍ له روشنفکره علماوو نه زدکړه کړې ده، له حاکمې طبقې سره يوازې په جزياتو کې اختلاف لري. مثلا په پورتني قانون کې د ښځو اواز عورت ګڼل شوی دی. منوره طبقه له حاکمانو سره په همدې ټکي اختلاف کوي، چې ايا په رښتيا هم په اسلام کې د ښځې غږ عورت دی که نه دی او بيا هغه ايتونه او احاديث ورته راوړي، چې د هغو له مخې د ښځې د اواز نه عورت والی ثابتېدلی شي.
خو دغه استدلال د مسئلې ډېره سرسري مطالعه ښيي. د وکړه مهکړه د قانون ګڼې مادې به له قرآن او سنت سره په ټکر کې وي او ښايي د حاکمې طبقې منصف مزاجه ډله به راسره د هو سر هم وښوروي، خو دا به په دې معنا نه وي، چې موږ مسئله سمه پېژندلې او يا مو يې حل لاره موندلې ده.
لومړی بايد په دې ځان پوه کړو، چې زموږ په ټولنه کې لږ تر لږه د اوسمهالني اسلام بنياد او منبع قرآن او سنت نه ده، بلکې هغه عملي شوی دين دی، چې په سمه يا ناسمه بڼه د مذهبي متنونو پخوانیو شارحینو او لیکونکو په خپلو کتابونو کې بيان کړی دی. په بله وينا، زموږ د ټولنې اسلام، مذهبي اسلام نه دی، تاريخي اسلام دی.
د خپلې ټولنې په اوسمهالني اسلام باندې د پوهېدو لپاره به یوې وړې بېلګې ته ودرېږو. مثلا تاسو د معروف او منکر قانون در وګورئ، هلته به ډېر کم داسې ومومئ، چې يوه مسئله دې له قرآن او سنت نه بيان شوې وي او شاوخوا په ټول قانون کې يوازې تاريخي استدلال سترګکونه وهي او دا ښکاره ده، چې تاريخي استدلال د اسلام په برخه کې تر ټولو کمزوری استدلال دی. خو په ورته وخت کې تر ټولو زورور استدلال هم دی، په دې چې تاريخي استدلال قدامت لري او زموږ ټولنه له بنياده قدامت پرسته ده. زموږ منوره طبقه هم چې د حاکمانو په مقابل کې کمزورې ښکاري، وجه يې دا ده، چې منوره طبقه له قرآن او سنت نه خبرې کوي او حاکمه طبقه او د دې طبقې ملاتړي دوديز ملايان تاريخي اسلام غږوي او په ډېره تونده ژبه دا پوښتنه کوي، چې ايا دا ټول تاريخي سفر ترکستان ته وهل شوی دی او اوس به دا نوي روشنفکران موږ ته د کعبې لاره راښيي؟
يو بل دليل چې د معروف و منکر د قانون حيثيت ور شړوي، دا دی چې په قرآن کريم کې يوازې د ګوتو په شمېر احکام اجتماعي او تنفيذي صبغه لري، نور ټول احکام فردي جنبه لري او د فردي احکامو په برخه کې ان د حکومت مسووليت هم يوازې د تبليغ تر حده وي، د تنفيذ حق يې نه لري.
په پای کې به يو بل دليل هم راوړو. په قرآن کريم او د احاديثو په ټوله مجموعه کې د معروف او منکر ټکي تنها راغلي دي، د معروفاتو او منکراتو ليستونه نه دي ورسره ذکر شوي، خو زموږ په هېواد کې چې د معروف او منکر بشپړ قانون موجود دی، سرچينه يې هماغه تاريخي پاڼې دي، قرآن او سنت نه دی. دا نیوکه هم کېدلی شي، چې اخر دغه تاریخي پاڼې هم د قرآن او سنت په بنیاد لیکل شوې دي، خو خبره دا ده، چې د قرآن او سنت تعبیر او تفسیر خو زه هم کولی شم، پوښتنه دا ده، چې زما تعبیر او تفسیر دې ولې غلط وي او تاریخي پاڼې دې ولې دومره معتبرې شي، چې د قانون بڼه خپله کړي؟
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.