جمعه, اگست 7, 2026
Homeامنیتد یمن پوځ: د حوثیانو په بریدونو کې ۱۸ سرتېري وژل شوي

د یمن پوځ: د حوثیانو په بریدونو کې ۱۸ سرتېري وژل شوي

د یمن پوځ ویلي د ایران ملاتړو حوثیانو په مأرب او حضرموت ولایتونو کې د حکومت اړوند پر څو پوځي کمپونو د بالستیک توغندیو او ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ سرتېري او یو افسر وژل شوي دي.

د یمن پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وسله‌وال ځواکونه لا هم په بشپړ چمتووالي خپلو دندو ته دوام ورکوي او دا بریدونه به د دولتي ادارو د بېرته ټینګولو او پر ټول هېواد د حاکمیت د پراخولو لپاره د دوی هوډ نور هم پیاوړی کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here