پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeافغانستانافغانستان د فوټسال کانټېنېنټال جام سیالیو وروستۍ لوبه وګټله

افغانستان د فوټسال کانټېنېنټال جام سیالیو وروستۍ لوبه وګټله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ د کانټېنېنټال جام په وروستۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته درنه ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په دې سیالۍ کې پیاوړې بریدګره او منظمه دفاعي لوبه وړاندې کړه او په پایله کې یې نیوزیلنډ ته د ۶ پر ۱ په توپیر ماتې ورکړه.

که څه هم افغانستان د دې سیالیو په لومړیو درېیو لوبو کې د تایلنډ، ویتنام او روسیې پر وړاندې دوه ماتې او یوه مساوي پایله لرله، خو وروستۍ لوبه یې وګټله او دا سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.

تایلنډ کې د فوټسال کانټېنېنټال جام لوبې چې راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوې، د افغانستان، تایلنډ، ویتنام، نیوزیلنډ او روسیې د فوټسال لوبډلو په کې ګډون کړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here