پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeبشري حقونهاېچ‌آر‌ډبلیو: د اسرایئل په برید کې د لبنانۍ خبریالې امل خلیل وژل...

اېچ‌آر‌ډبلیو: د اسرایئل په برید کې د لبنانۍ خبریالې امل خلیل وژل قصدي و

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) ویلي، هغه اسرائیلي هوايي برید چې د لبنانۍ خبریالې امل خلیل د وژل کېدو او د هغې د کمره‌مینې زینب فرج د ټپي کېدو لامل شو، قصدي و او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د جګړې جنایت ګڼل کېږي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، امل خلیل د روان کال د اپرېل په ۲۲مه د سویلي لبنان په الطیري ښارګوټي کې د اسرائیلي بریدونو د پوښښ پر مهال ووژل شوه.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، راټول شوي شواهد ښيي چې اسرائیلي ځواکونو ته له مخکې معلومه وه چې خبریالان په هغه ودانۍ کې حضور لري چې وروسته یې پرې برید وکړ.

دې سازمان همداراز ادعا کړې چې امل خلیل له برید وروسته لا هم ژوندۍ وه، خو اسرائیلي ځواکونو د څو ساعتونو لپاره د ژغورنې ډلو ته اجازه نه ورکوله چې د پېښې ځای ته ورسېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې پېښې په اړه خپلواکې او رڼې څېړنې ترسره کړي او د نړیوالو بشري قوانینو د احتمالي سرغړونو مسؤل کسان حساب‌ورکوونکي وګرځول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here