د سرو زرو نړیوالې بیې د پرلهپسې څلورمې ورځې لپاره لوړې شوي او د اوو اوونیو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
د راپورونو له مخې، د فوري راکړې ورکړې په بازار کې د هر اونس سرو زرو بیه یو سلنه لوړه شوې او ۴ زره او ۲۸۵ ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز، د امریکا د سرو زرو د راتلونکو قراردادونو بیه هم نږدې یو سلنه لوړه شوې ده.
د بازار شنونکي وايي، د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو او د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د احتمالي کمېدو هیلو د سرو زرو د بیو په لوړېدو کې مهم رول لوبولی دی.
د راپورونو له مخې، د ایران او عمان ترمنځ د یوې وړاندیز شوې هوکړې په اړه خوشبیني زیاته شوې چې ښايي د ایران او امریکا ترمنځ پنځه میاشتنی کړکېچ راکم او د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو بار وړونکو بېړیو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راولي.
د سرو زرو د بیو په لوړوالي کې د امریکايي ډالر کمزوري کېدل او د امریکا د خزانې د اسنادو د عوایدو ټیټېدل هم اغېزمن عوامل بلل شوي دي.

