د افغانستان او آیرلېنډ د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې نن د آیرلېنډ په بریډي لوبغالي کې ترسره کېده، له بېلابېلو ښارونو او حتی هېوادونو افغان مینه وال د لوبې نندارې او د ملي لوبغاړو هڅونې ته ورغلي وو.
د مینه والو له ډلې یو شمېرو یې له ځان سره ځانګړي شعارونه هم میدان ته ور وړي وو.
مینه والو د افغان نجونو د زده کړو د حق لپاره غږ پورته کړ او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.
دوی همداراز ملي اتل ارواښاد شاپور ځدراڼ ته هم درناوی وړاندې کړ او په یو ځانګړي بېنر کې یې د نوموړي له انځور او نوم سره لیکلي وو چې «ته به تل زموږ په زړونو کې یې.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او آیرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د ورښت له امله لغوه شوه.

