د افغانستان او آیرلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې نن ترسره کېده، د دوامداره ورښت او د لوبغالي د ناسمو شرایطو له امله لغوه شوه.
که څه هم د باران له ودرېدو وروسته د لوبغالي د وچولو کار پیل شو خو ورپسې بیا باران شو او د لوبې ترسره کېدل یې ناممکن کړل.
نننۍ لوبه لغوه شوه او دواړو لوبډلو ته یو- یو نمره ورکړل شوه.
دویمه یو ورځنۍ لوبه د اګسټ په اوومه ترسره کیږي.

