چهارشنبه, اگست 5, 2026
Homeټکنالوژياوپن‌اې‌آی د استخدام د قضیې د هواري لپاره امریکا ته ۳.۲ میلیونه...

اوپن‌اې‌آی د استخدام د قضیې د هواري لپاره امریکا ته ۳.۲ میلیونه ډالر ناغه ورکوي

د مصنوعي ځیرکتیا شرکت اوپن‌اې‌آی (OpenAI) او د دې فرعي شرکت د امریکا د عدلیې وزارت له هغو ادعاوو وروسته چې ګواکې د استخدام پر مهال یې بهرنیو موقتي ویزه لرونکو کارکوونکو ته لومړیتوب ورکړی، د قضیې د هواري لپاره د ۳.۲ میلیونه ډالرو پر ورکړې هوکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت ادعا کړې چې دواړو شرکتونو د ځینو دندو لپاره د امریکايي کار غوښتونکو پر وړاندې داسې تبعیضانه کړنلارې کارولې چې د هغوی د غوښتنلیکونو مخه یې نیوله.

اوپن‌اې‌آی دغه ادعاوې رد کړي، خو د قضیې د پای ته رسولو لپاره یې له حکومت سره جوړجاړی کړی دی.

د جوړجاړي له مخې، اوپن‌اې‌آی به ۱.۲ میلیونه ډالر جریمه ورکړي او ۲ میلیونه ډالر به هغو امریکايي کار غوښتونکو ته ځانګړي کړي چې د حکومت په وینا د استخدام له پروسې زیانمن شوي دي.

دغه شرکت همداراز ژمنه کړې چې د استخدام پالیسۍ به اصلاح کړي، دندې به په عامه توګه اعلانوي، برېښنايي غوښتنلیکونه به مني او د تبعیض ضد قوانینو په اړه به خپلو کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here