چهارشنبه, اگست 5, 2026
Homeافغانستاناوچا: افغانستان لا هم له ستر بشري بحران سره مخ دی

اوچا: افغانستان لا هم له ستر بشري بحران سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان لا هم د نړۍ له جدي بشري بحرانونو له یوه سره یې مخ دی او میلیونونه خلک د لومړنیو مرستو اړتیا لري.

په افغانستان کې د اوچا ویاندې اولګا چروکو ویلي، بشري مرستې د خلکو د اړتیاوو له مخې وېشل کېږي او د مرستو په بهیر کې سیاسي موضوعات هېڅ اغېز نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت د مرستندویه ادارو کار ستونزمن کړی او د خلکو د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو توان یې محدود کړی دی.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بشري مرستو د روان پروګرام لپاره تر اوسه یوازې شاوخوا ۲۶ سلنه اړینه بودیجه برابره شوې ده.

دغه اداره وايي، د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here