د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د کانټیننټل جام په لومړۍ لوبه کې د کوربه تایلنډ پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.
ټاکل شوې دا سیالي د تایلنډ په کوربهتوب نن ماښام د ځایي وخت په ۶ بجو ترسره شي.
د کانټیننټل جام روان پړاو کې د افغانستان ترڅنګ د تایلنډ، ویتنام، نیوزیلنډ او روسیې لوبډلې هم ګډون لري.
دغه سیالۍ چې پرون د اګست په لومړۍ نېټه پیل شوي، د همدې میاشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

