یکشنبه, اگست 2, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: هوایي ډګر کې له یو مسافر د بډو اخیستو...

د طالبانو حکومت: هوایي ډګر کې له یو مسافر د بډو اخیستو مؤظف مو نیولی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر هغه مؤظف کس نیول شوی چې څه موده وړاندې یوه افغان مسافر ترې د پیسو اخیستو او ناوړه چلند شکایت کړی و.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تورن کس پر خپلې کړنې اعتراف کړی، له دندې منفک شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

سرچینو همداراز زیاته کړې، نیول شوی کس تاج علي خان نومېږي او د کابل هوايي ډګر د تالاشۍ په برخه کې یې دنده ترسره کوله، نوموړي له خپل اداري موقف په ګټې اخیستنې یوه مسافر ته قصدي ستونزه جوړه کړې او بیا یې ترې د پیسو غوښتنه کړې وه.

دا موضوع وروسته له هغې راپورته شوه چې یوه افغان مسافر پر ټولنیزو رسنیو ادعا وکړه، د کابل هوايي ډګر یوه مؤظف د پیسو اخیستلو لپاره په قصدي ډول د هغه په بکس کې مرمۍ اچولې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here