د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان ملي مقاومت جبهې له پخوانیو افغان پوځیانو غوښتي چې د خپلو شرایطو او پرېکړې له مخې، په هېواد کې له هرې فعالې مقاومت ډلې سره یوځای شي او خپلې دندې بېرته پیل کړي.
د جبهې په اېکس پاڼه خپره شوې خبرتیا کې راغلي، د پخوانیو پوځیانو تجربه، روزنه او ژمنتیا ارزښت لري او هغه کسان چې غواړي بېرته د مقاومت لیکو ته ور وګرځي، کولای شي د خپلې خوښې مقاومت ډلې سره د هغې د رسمي اړیکو له لارې همغږي وکړي.
د ملي مقاومت جبهې په خپله خبرتیا کې د پخوانیو افغان پوځیانو د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې، خو د دې غوښتنې په اړه د طالبانو حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي.

