د ګلف ملي فدراسیون له لوري د کابل د پغمان ولسوالۍ د قرغې په سیمه کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو د لومړي پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې او د کابل ښار د بېلابېلو کلبونو ۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.
د سیالیو په پایله کې حشمت الله سروري لومړی، نور احمد فاضل دویم او محمد نادر درېیم مقام خپل کړ.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو له پای وروسته ۱۰ تنه ورزشکاران له کابل د ملي ټاکنیزو سیالیو بل پړاو ته لار وموندله.
ټاکل شوې چې د بامیان او هرات ولایتونو په کچه هم ورته ټاکنیزې سیالۍ ترسره شي، څو د کابل، بامیان او هرات د غوره لوبغاړو ترمنځ وروستۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ وشي او له هغې وروسته به د ګلف ملي لوبډلې وروستی جوړښت اعلان شي.

