پداسې حال کې چې د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د کرکټ لوبې له مخالفانو څخه دی، خو پخوانی طالب چارواکی او په اسلام آباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هېوادوالو ته د افغان ابدالیانو له لورې د اسیا ایمرجینګ اتلولۍ مبارکي ورکړې.
ښاغلي ضعیف په خپله ایکسپاڼه لیکلي:” مبارک د سریلانکا په وړاندې د افغانستان بریا د اول ځل لپاره افغانستان د اسیا جام خپل کړ.”
د یادونې ده چې افغان آبدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله.

