جمعه, جولای 3, 2026
Homeکورپاڼهراشد خان؛د شپږیزه کرکټ لیګ لپاره افغانستان ته راغی

راشد خان؛د شپږیزه کرکټ لیګ لپاره افغانستان ته راغی

د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولين وايي چې د ملي لوبډلې مخکښ توپ‌اچوونکی راشد خان د هېواد کورني کرکټ سیالیو «شپږیزه کرکټ لیګ» کې د ګډون لپاره افغانستان ته راغی.

د معلوماتو له مخې، راشد خان به د سپین غر لوبډلې په ترکیب کې ولوبېږي او ټاکل شوې ده چې په لومړۍ لوبه کې سبا د بست لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د خوست ولایت په کوربه‌توب څو ورځې وړاندې د بند امیر، سپین غر، مس عینک، آمو او بست لوبډلو په ګډون پیل شوې دي.

د يادونې وړ ده چې شپږیزه کرکټ لیګ د افغانستان د کورني کرکټ له مهمو تجارتي او رقابتي سیالیو څخه دی، چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ پکې ګڼ ځوان استعدادونه هم خپل مهارتونه څرګندوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here