د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې کپتان کریسټیانو رونالډو د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د یوولسم پړاو په سیالیو کې د کرواسیا پر وړاندې د لوبېدو له لارې د دې سیالیو په تاریخ کې نوی ریکارډ خپل کړ.
رونالډو، چې ۴۱ کاله او ۱۴۹ ورځې عمر لري، د نړیوال جام په تاریخ کې د تر ټولو ډېر عمر لرونکي لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
تر دې وړاندې دا ریکارډ د بوسنیا د ملي لوبډلې لوبغاړي ادین ژیکو په نوم و، چې یوازې یوه ورځ مخکې یې د امریکا پر وړاندې په ۴۰ کلونو او ۱۰۶ ورځو عمر دغه مقام خپل کړی و، خو رونالډو د کرواسیا پر وړاندې د لوبېدو سره هغه مات کړ.
له دې سربېره، د پرتګال ستوري د نړیوال جام د حذفي پړاوونو په تاریخ کې د تر ټولو ډېر عمر لرونکي ګولوهونکي ریکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ.

