چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeافغانستاند افغانستان؛د ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال فسټيوال سیالیو...

د افغانستان؛د ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال فسټيوال سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد تر ۱۵ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فیفا تر ۱۵ کلونو نړیوال فستیوال او نړیوالو سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړی دی.

د فدراسیون په وینا، دا ونډه د فیفا د بنسټیز فوټبال د پراختیايي پروګرامونو په چوکاټ کې افغانستان ته ورکړل شوې او د هېواد د کم‌عمره فوټبال د منظم پرمختګ پایله ګڼل کېږي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ۱۴ کلونو څخه د کم‌عمره لوبډلو د سیالیو منظم تنظیم د دې سبب شوی چې افغان لوبډله د یاد نړیوال پروګرام برخه شي.

ټاکل شوې دغه نړیوال فستیوال د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۲مې تر ۳۱مې پورې د اذربایجان په کوربه‌توب ترسره شي.

د سیالیو د مقرراتو له مخې، سیالۍ به د اتو لوبغاړو پر وړاندې د اتو لوبغاړو په بڼه ترسره شي؛ دغه سیستم د دې لپاره پلان شوی، چې لوبغاړي له توپ سره ډېر تماس ولري، انفرادي مهارتونه یې پیاوړي شي، د لوبې پرمهال د پرېکړې وړتیا یې ښه شي او تنکي فوټبالران لا ډېره تجربه ترلاسه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here