د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، د هېواد ستر کورنی شل اوریز کرکټ لیګ، «شپږیزه»، نن چهارشنبه په خوست ولایت کې رسماً پیلېږي.
دا د شپږیزې یوولسم پړاو دی او د لومړي ځل لپاره د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د سیالیو په لومړۍ لوبه کې به د تېر پړاو اتله لوبډله، آمو نهنګان، له بند امیر ښامارانو سره مخامخ شي.
ټاکل شوې دا لوبه د سهار په ۹ بجو پیل شي.
کرکټ بورډ ویلي، د سیالیو د ښه ترسره کېدو لپاره ټول تخنیکي او لوژستیکي چمتووالی بشپړ شوی او د لوبغاړو او نندارچیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د بورډ په وینا، د سیالیو د پوښښ لپاره بهرني مبصرین هم رابلل شوي او د تلویزیوني خپرونو چارې نړیوال تولیدي ټیم ته سپارل شوې دي.
په روان پړاو کې پنځه لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي او ټاکل شوې د څو اوونیو په ترڅ کې خپلې لوبې ترسره کړي.

