افغانالاصله د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي نديم اميري ویلي، که څه هم په جرمني کې زیږېدلی، خو له خپلو افغاني ریښو سره ژوره مینه لري او تل یې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپله اړیکه ژوندۍ وساتي.
امیري په یوه تازه مرکه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اصالت د هغه د هویت مهمه برخه ده او د افغانانو مینه او ملاتړ ورته ځانګړی ارزښت لري.
د هغه په وینا، هر ځای چې وي، د خپلو افغاني ریښو په یادولو ویاړي.
نوموړي د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په اړه هم ویلي، د جرمني د ملي لوبډلې په ترکیب کې په دغو سیالیو کې ګډون د ده لپاره ستر ویاړ دی او هیله لري چې لوبډله یې د اتلولۍ جام وګټي.
امیري زیاته کړې، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغان مینهوالو ملاتړ ورته د لا ښه ځلېدو انګېزه ورکوي او هڅه کوي په خپلو غوره لوبو د هغوی باور پر ځای وساتي.
هغه ټینګار کړی چې د خپل مسلکي ژوند ترڅنګ به تل پر خپلو افغاني ریښو ویاړي او غواړي د خپلو بریاوو له لارې د افغانانو لپاره د خوښۍ او الهام لامل شي.

