ټي ټي پي په لکي مروت کې د پاکستاني طالبانو د یوه غړي له وژنې وروسته په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دوې موخه د پاکستان پوځ دی او د قامي لښکر په غړو برید نه کوي.
تحریک طالبان پاکستان وایي، چې زموږ هدف یوازې امنیتي ارګانونه او د هغوی معاونین دي.
دوی د خیبر پولیسو ته خبرداری ورکړی چې تاسو په دې جګړه کې دخالت مه کوئ.
ټيټيپي دغه راز په دې اعلامیه کې د خیبر پولیسو ته ویلي، چې تاسو زموږ اصلي هدف نه یئ او خپلو کسانو ته یې لارښوونه کړې چې تر هغې د خیبر پولیس مه په نښه کوئ، تر څو چې دوی زموږ او د پاکستاني ریاست ترمنځ خنډ نه وي جوړ شوي.

