سه شنبه, جون 23, 2026
Homeکورپاڼههندۍ سوکه توپ اچوونکې؛شري چاراني د ښځو د شل اووریز کرکټ نړیواله...

هندۍ سوکه توپ اچوونکې؛شري چاراني د ښځو د شل اووریز کرکټ نړیواله درجه‌ بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

د هند د ښځو کرکټ ملي لوبډلې ځوانې سوکه توپ اچوونکې شري چاراني د ICC د ښځو د شل اوریزو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

چاراني د ښځو شل اووریز نړیوال جام کې د غوره فعالیتونو له امله د ۷۵۳ امتیازاتو په ترلاسه کولو سره د انګلېنډ لوبغاړې لینسي سمیت شاته پرېښې او د نړۍ د غوره توپ اچوونې مقام ته رسېدلې ده.

نوموړې په روان نړیوال جام کې په درېیو لوبو کې لس ویکټې اخیستې دي.

د تازه درجه‌بندۍ له مخې د انګلېنډ چارلي ډین دویم، لینسي سمیت درېیم، د انګلېنډ بله مشهوره سوکه توپ اچوونکې سوفي ایکلسټون څلورم او د پاکستان سعدیه اقبال پنځم مقام خپل کړی دی.

د توپوهونکو په درجه‌ بندۍ کې د اسټرالیا جورجیا وول خپل لومړی مقام ساتلی، د هند شفالي ورما شپږم او هرمنپریت کور لسم مقام ته پورته شوې ده.

د ټولچارو لوبغاړو په برخه کې د ویسټ انډیز لوبډلمشره هایلي مېتیوز لا هم د نړۍ د غوره ټولچارې لوبغاړې په توګه لومړی مقام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here