د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله د دوه اوونیو لپاره انګلېنډ ته سفر کوي او موخه یې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) له لوري د رسميت پېژندنې ترلاسه کول دي.
د راپورونو له مخې، دغه لوبډله هیله لري چې د هماغه معیار له مخې وپېژندل شي لکه څنګه چې فیفا د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت پېژندلې ده.
د افغانستان د کډوالې ښځینه کرکټ لوبډلې غړې وایي، دوی نه یوازې په کرکټ کې د افغان ښځو استازیتوب کوي، بلکې په افغانستان کې د میلیونونو هغو ښځو غږ هم دي چې د فعالیت او را څرګندېدو فرصت نه لري.
د دې سفر په ترڅ کې به لوبډله د ښځو شل اووریز نړیوال جام یو شمېر لوبې له نږدې هم وګوري، تمریني او دوستانه سیالۍ به ترسره کړي او هڅه به وکړي د کرکټ نړیوالو ادارو پام ځان ته راواړوي

