د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبلړۍ د کوربه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
هندۍ لوبډلې نن په درېیمه لوبه کې هم افغانستان ته د نهه وېکټو په توپیر په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ درې پر صفر په خپله ګټه پای ته ورسوله.
دا د هند او افغانستان لومړنۍ نړیواله دوه اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ وه چې د هند په کوربتوب ترسره شوه او افغان لوبډله په کې وایټ واش شوه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ را روانې لوبې په شل اووریزه بڼه د لوبلړۍ په چوکاټ د روان زېږدیز کال په سېپټمبر میاشت کې ترسره کیږي.

