جمعه, جون 19, 2026
Homeکورپاڼهافغان ابدالیان؛له درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ بهر شول

افغان ابدالیان؛له درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ بهر شول

افغان ابدالیانو نن د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله وروستۍ لوبه کې د سریلانکا له الف لوبډلې د ۱۰۳ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

د دغې لوبې پچه هم افغان ابدالیانو ګټلې وه او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د سریلانکا ااف لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په زیان افغانستان ته د ۳۲۳ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره توپ اچوونه کې فریدون داوودزي څلور، فرمان الله صافي درې او محمد ابراهیم یو لوبغاړی وسوځاوه.

په دویمه پاڼۍ کې د هدف په تعقیب افغان ابدالیانو په پیلیزو اوورونو کې دوه وېکټې ډېر زر له لاسه ورکړې، یوازې حسن عیسی خېل توپ وهنې ته دوام ورکړ چې د نوموړي د ۷۴، فرمان الله صافي ۴۳ او بهیر شاه محبوب ۳۵ ډېرو منډو پر مټ افغانستان یوازې ۲۱۹ منډې وکړې او ټولې وېکټې یې ولوېدې.

په ټوله کې د سریلانکا په کوربتوب په دې لوبلړۍ کې افغان ابدالیانو یوه لوبه د هند پر وړاندې وګټله او درې یې وبایللې.

په همدې حال کې د لوبلړۍ پای لوبه د جون په ۲۱مه د هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here