د ښځو د کرکټ شل اووریز نړیوال جام په لړ کې نن د هند او پاکستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي چې په روان ټورنمنټ کې د دواړو لوبډلو لومړنۍ لوبه هم ده.
د دواړو لوبډلو د ریکارډ له مخې په تېرو نړیوالو جامونو کې د هند ښځینه لوبډله هر ځل پر پاکستان برلاسې شوې ده.
خو یو څه چې یو ځل بیا یې تاوده بحثونه راپورته کړي د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې په پیل کې او پای د هېنډ شېک یا لاس ورکولو موضوع ده.
د ۲۰۲۵ کال د نارینوو آسیا جام او د ښځو یو ورځني نړیوال جام پر مهال د هند نارینه او ښځینه لوبغاړو له پاکستاني لوري سره لاس نه ورکاوه چې د سپورټسمېنشېپ مهمه برخه بلل کیږي.
تازه یو ځل بیا د دواړو هېوادونو د ښځینه لوبډلو له مخامخ کېدو سره ډېری مینه والو ته دا پوښتنه پیدا ده چې یو ځل بیا به هم سیالې لوبډلې له یو بل سره هېنډ شېک کوي که نه، خو د هند لوبډلمشرې هارمنپریت کوور تازه ویلي چې د دوی تمرکز یوازې پر کرکټ دی او د دې موضوع په اړه ډېر فکر نه کوي.

