د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ پیلیز توپ وهوونکي او وېکټ ساتونکي رحمن الله ګربز نن د هند پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ۱۰۲ منډې وکړې چې دا یې په ټوله کې د یو ورځنیو لوبو په فارمټ کې ۹مه سلیزه وه.
ګربز تر دې مهاله په ۵۳ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې نهه سلیزې او ۷ ځله پنځوسیزې جوړې کړي چې په ټوله کې یې ۱۹۹۰ منډې کړي، تر ټولو لوړې انفرادي منډې یې ۱۵۱ دي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د پاکستان پر وړاندې کړې وې.
همداراز په دغه فارمټ کې یې په ۵۳ لوبو کې ۱۷۵ څلوریزې او ۷۸ شپږیزې وهلې دي.
رحمن الله ګربز د افغانستان په ملي لوبډله کې د تېزې او بریدګرې توپ وهنې د لوبغاړي په توګه مشهور دی.

