جمعه, جون 12, 2026
Homeکورپاڼهد نیوزیلنډ؛پخواني لوبډلمشر کېن ویلیمسن له نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ

د نیوزیلنډ؛پخواني لوبډلمشر کېن ویلیمسن له نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ

د نیوزیلنډ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپ وهوونکي کېن ویلیمسن له هر ډول نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ.

دغه ۳۶ کلن لوبغاړي خپله وروستۍ لوبه په ټېسټ لوبلړۍ کې د جون له ۴مې تر اوومې نېټې د نیوزیلنډ پر وړاندې وکړه خو نن د تقاعد له اعلان سره له دغې لوبلړۍ هم ووت.

نوموړي له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې مشري کړې چې د لوبډلمشرۍ په دوره کې یې د خپل هېواد لپاره ډېرې لوبې ګټلي او د پام وړ انفرادي لاسته راوړنې او کارنامې یې جوړې کړي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا مشر جی شاه هم کین ویلیمسن ته د هغه د استثنايي نړیوال لوبیز سفر او کارنامو مبارکي ویلې.

جی شاه ویلیمسن ته په خطاب زیاته کړې، ستا هغه لاسته راوړنې چې د ۲۰۱۹ کال د کرکټ یو ورځني نړیوال جام کې د ټورنمنټ غوره لوبغاړی (Player of the Tournament) شوې او همدارنګه په ۲۰۲۱ز کال د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو کې چې دې د لوبډلمشر په توګه نیوزیلنډ تر تاریخي بریا ورساوه، تل د کرکټ د تاریخ په زرینو پاڼو کې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here