د مکسیکو ملي فوټبال لوبډلې د روانو نړیوالو جام سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د جنوبي افریقا ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې حساس او په زړه پورې لوبه کې د مکسیکو لوبغاړو غوره لوبه وکړه او د ښه کنټرول او بریدونو په پایله کې یې سیال ټیم ته ۲–۰ ماتې ورکړه او مهمه بریا یې خپله کړه.
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ سږ کال د ۴۸ لوبډلو په ګډون د مکسیکو، کاناډا او امریکا په ګډ کوربتوب ترسره کېږي.

