پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeکورپاڼهنن د فوټبال نړیوال جام پیلېږي؛۴۸ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي

نن د فوټبال نړیوال جام پیلېږي؛۴۸ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب پیلېږي.

د نړیوال جام لومړۍ لوبه نن ماښام د کوربه مکسیکو او سویلي افریقا ترمنځ د مکسیکو ښار په ازتیکا لوبغالي کې ترسره شي.

دا د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو لوی پړاو دی چې د لومړي ځل لپاره ۴۸ ملي لوبډلې په کې برخه اخلي او ۱۰۴ لوبې به ترسره شي.

دغه سیالۍ به د جولای تر ۱۹مې دوام وکړي او پایلوبه به د امریکا په نیویارک ـ نیوجرسي لوبغالي کې ترسره شي.

د سیالیو په دې پړاو کې ۴۸ لوبډلې په ۱۲ ګروپونو وېشل شوې دي. د هر ګروپ مخکښې دوه لوبډلې او د درېیم مقام غوره اته لوبډلې به بل پړاو ته لار ومومي.

ارجنټاین د تېر نړیوال جام اتله لوبډله ده، خو برازیل، فرانسه، انګلېنډ، اسپانیا او پرتګال هم د اتلولۍ له مهمو مدعیانو ګڼل کېږي.

تمه کېږي چې د نړۍ د فوټبال ګڼ ستوري به په دې سیالیو کې ولوبېږي او د فوټبال مینه‌والو ته به په زړه پورې سیالۍ وړاندې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here