د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف ویلي چې مسکو له کابل سره باثباته اړیکې لري او د افغانستان په اړه د دغه سازمان د کاري ډلې د بیا فعالېدو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د شانګهای همکارۍ سازمان ډېری غړي هېوادونه هم د دې اقدام ملاتړ کوي او دا یې د سیمهییزو همکاریو لپاره مهم ګام بللی دی.
د هغه په وینا، د دې کاري ډلې د بیا فعالېدو موضوع تېر کال د تاجکستان په سرمشریزه کې هم د بحث موضوع وه.
حکیموف ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د سیمهییزو هېوادونو همغږي د امنیت، ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره مهمه ده.

