د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، د اروپايي کمېسیون له لوري د طالبانو حکومت د پلاوي بلنه چې د کډوالۍ په خبرو اترو کې ګډون وکړي، په نامناسب وخت کې شوې او ناسم پیغام لېږدوي.
عباسي ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له سختو بشري حقونو بحرانونو څخه یو تجربه کوي او ښځې او نجونې په دغه هېواد کې له پراخ او بنسټیز تبعیض او محدودیتونو سره مخ دي.
د هغې په وینا، د طالبانو له حکومت سره هر ډول کډواليز تړون ښايي د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو او اخراج لپاره زمینه برابره کړي؛ هغه هېواد ته چې لا هم د امنیت او بشري حقونو له جدي ستونزو سره مخ دی.
عباسي خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات ممکن د هېوادونو له نړیوالو مکلفیتونو سره په ټکر کې وي، ځکه نړیوال قوانین د هغو کسانو بېرته لېږل منع کوي چې د شکنجې، جدي ګواښونو او یا غیرانساني چلند له خطر سره مخ وي.
نوموړې زیاته کړې چې افغانستان د ډېرو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، د پراخو محدودیتونو، تبعیض او له اساسي حقونو د محرومیت په چاپېریال بدل شوی دی.
هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کډوالۍ او د طالبانو له حکومت سره د تعامل په اړه پرېکړو کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او د افغانانو پر وړاندې موجود خطرونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.

