چهارشنبه, جون 10, 2026
Homeافغانستانپه پاکستان کې؛د هرات له ښځو سره د جلاوطنو معترضو ښځو پیوستون

په پاکستان کې؛د هرات له ښځو سره د جلاوطنو معترضو ښځو پیوستون

په پاکستان کې د «آزادگان در تبعید» (په جلاوطنۍ کې آزادۍ غوښتونکي) غورځنګ فعالانو په هرات کې له ښځو سره د پیوستون او یووالي په موخه لاریون وکړ.

د یاد غورځنګ معترضو ښځو په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول کېدل او د پرونیو لاریونونو ځپل وغندل.

دوی د افغان ښځو د کړاوونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او عدالت او آزادۍ ته یې د افغان ښځو پر اړتیا ټینګار وکړ.

معترضو ښځو همداراز د لاریون پر مهال د عدالت، آزادۍ، زده کړو، بیان آزادۍ، مبارزې او ژمنتیا شعارونه بدرګه کول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here