چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستاننصیراحمد فایق:افغان استازي پاکستان د طالبانو په ملاتړ او د سیمې د...

نصیراحمد فایق:افغان استازي پاکستان د طالبانو په ملاتړ او د سیمې د ناامنۍ په پراخولو تورن کړ

‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصير احمد فايق د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د استازي څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې د طالبانو او نورو نیابتي ډلو ملاتړ د سیمې امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې اندېښنې د تروریزم، افراطیت او بې‌ثباتۍ په اړه پر حقایقو ولاړې دي.

هغه وویل چې افغانستان د کلونو راهیسې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو زیانمن شوی او د دغو ډلو ملاتړ نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې ده.

د هغه په وینا، د افغانستان د بې‌ثباته کولو په پایله کې خپله پاکستان هم اغېزمن شوی او اوس له امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

افغان استازي همداراز وویل چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په څېر ډلو پر وړاندې مبارزه باید د تورونو پر ځای د ګډ مسؤلیت، حساب ورکونې او رښتینې همکارۍ له لارې ترسره شي.

فایق زیاته کړه چې د سیمې د ستونزو حل په هوايي بریدونو، فشارونو او متقابلو تورونو کې نه، بلکې په متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او صادقانه تعامل کې نغښتی دی.

نصیر احمد فایق په پای کې د افغانستان د سولې، ثبات او سیمه‌ییزې همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ او له ټولو لورو یې وغوښتل چې د دوامدارې سولې لپاره رغنده او مسؤلانه چلند غوره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here