د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د «جهادي آثارو د ساتنې قانون» د دې ډلې د مشر شيخ هبتالله اخندزاده له لوري له توشیح وروسته رسمي شوی او خپور شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، دغه قانون دوه فصلونه او ۱۴ مادې لري او د پلي کولو مسوولیت یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.
په قانون کې د دې ریاست دندو او جوړښت ته اشاره شوې چې پکې د تېرو شلو کلونو جګړې اړوند اسناد، مدارک او تاریخي مواد راټولول، ثبتول او تنظیمول شامل دي.
همدارنګه یاد ریاست مکلف شوی چې د افغانستان د معاصر تاریخ اړوند بېلابېلې دورې مستندې کړي، په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد پر ضد جګړه، د برتانوي استعمار پر ضد جګړې، د طالبانو حکومت د لومړۍ واکمنۍ دوره او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر ضد شل کلنه جګړه.
چارواکي وایي دا اقدام د تاریخي اسنادو د ساتنې او د راتلونکو نسلونو د پوهاوي لپاره ترسره کېږي.

