په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف د محتسبینو له لوري د حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو په تور د ښځو د نیولو او بندي کولو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
فایق په ایکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له خوا د «نامناسب حجاب» په پلمه د ښځو نیول نه د اسلامي اصولو او ارزښتونو سره سمون لري او نه هم د افغانانو له دودونو او کلتور سره.
هغه پوښتنه کړې چې طالبان څنګه ځان ته دا حق ورکوي چې ښځې په زور ونیسي او انتقال یې کړي، په داسې حال کې چې د اسلامي احکامو له مخې د هغوی محرم نه دي.
فایق همدارنګه ویلي چې د طالبانو په زندانونو کې د تاوتریخوالي، جنسي ځورونې او جنسي تېري په اړه معتبر راپورونه خپاره شوي او د جبري ودونو ادعاوې هم مطرح شوې دي، خو د ده په وینا د دغو مواردو په اړه رڼې څېړنې نه دي ترسره شوې.
نوموړي د ښځو نیول د طالبانو د هغې پالیسۍ برخه بللې چې موخه یې له ټولنې د ښځو ایستل، د هغوی د بنسټیزو حقونو محدودول او په ټولنه کې د وېرې فضا رامنځته کول دي.
نصیر احمد فایق د دغو اقداماتو غندنه کړې او غیر انساني، غیر قانوني او د اسلامي اصولو خلاف یې بللي دي.

