یکشنبه, جون 7, 2026
Homeافغانستاند طلوع نیوز مشر: افغانستان کې د ښځو ژوند عادي دی؛ د...

د طلوع نیوز مشر: افغانستان کې د ښځو ژوند عادي دی؛ د طالب چارواکو لوڼې هم ښوونځیو ته ځي

افغانستان کې د خصوصي رسنۍ طلوع نیوز او موبي ګروپ مشر سعد محسني چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو ورځنی ژوند عادي دی او د پخواني حکومت له وروستیو کلونو سره ډېر توپیر نه لري.

محسني له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، ښځې په افغانستان کې له مخ پټولو پرته تګ راتګ کولی شي، موټر چلوي او آن د طالبانو د حکومت د لوړپوړو مشرانو لوڼې هم ښوونځیو ته ځي.

خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې دغه نجونې کومو ښوونځیو ته ځي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم بند دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته پر ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. همدارنګه د موبي ګروپ ښځینه کارکوونکې هم د کاري مقرراتو له مخې دفتر او کارځای ته په ماسک پوښلي مخ سره راځي.

د محسني څرګندونو د ښځو د حقونو د فعالانو او یو شمېر پخوانیو سیاستوالو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړې مریم سما ویلي، سعد محسني تل د طالبانو لابیګر و. نوموړې همداراز موبي ګروپ د پخواني حکومت په سقوط کې پر تبلیغاتي جګړې تورنوي او زیاتوي، لږ تر لږه اوس مو باید باور وشي چې دغې رسنۍ څنګه د ولسمشرۍ ریاست سقوط او د طالبانو حکومت بیا واکمنېدو ته لار هواره کړه.

مریم سما په خپلو څرګندونو کې سعد محسني هغه دوکاندار بللی چې یوازې د خپل جېب په غم کې دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here