د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، څه باندې دوه میاشتې وشوې چې پاکستان د افغان سوادګرو پر مخ د ټرانزیټ ټولې لارې تړلي دي.
ښاغلي ستانکزي ویلي، چې زموږ سبزیجات، مېوې او هیڅ توکې ته لار نه ورکوي.
هغه دغه راز ویلي که چېرته سوداګرو ته لار ورکړي بیا له تورخم نه نیولې تر واګې بندر پورې که پولیس دي او که عسکر دي، ټول غله دي او له سوادګرو غلاوې کوي.
نوموړي ویلي چې دا کار نه د افغان سوادګرو او نه هم د پاکستان د حکومت په ګټه دی.

